د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او اسټرېليا دوهمه ټيسټ کرکټ لوبه مساوي پای ته ورسېده


د اسټرېليا لوبغاړی لابوشانې د پاکستان لوبډلمشر ته د هغه په ۱۹۶ رنزونو مبارکي ورکوي
د اسټرېليا لوبغاړی لابوشانې د پاکستان لوبډلمشر ته د هغه په ۱۹۶ رنزونو مبارکي ورکوي

د پاکستان په کراچۍ کې ښار کې د مارچ په ۱۶مه د کوربه هېواد او اسټرېليا ترمنځ پنځه ورځنۍ لوبه مساوي پای ته ورسېده.

په دې سیالۍ کې لومړی بېټينګ اسټرېليا وکړ او خپله لومړۍ پاڼۍ یې د ۹ لوبغاړو په اوټ کېدو د ۵۵۶ رنزونو په جوړولو سره ډيکلېیر کړه. د دې په ځواب کې د پاکستانه ټوله لوبډله په خپله لومړۍ پاڼۍ (اننګز) کې د ۱۴۸ رنزونو په کولو اوټ شوه.

په دوهم پاڼۍ کې اسټرېليا د ۲ لوبغاړو په اوټ کېدو په ۹۷ رنزونو سره خپله دوهم د بېټينګ پاڼۍ ختمه يا ډيکلیېر کړه. په دې توګه یې پاکستان ته د ګټلو لپاره د ۵۰۶ رنزونو هدف ورکړ.

د پاکستان لوبډلې د دې هدف پوره کولو په کوښښ کې په خپله دوهمه پاڼۍ کې ټول ۴۴۳ رنزونه جوړ کړل او ۷ لوبغاړي یې اوټ شول. د پاکستان لوبډلمشر، بابر اعظم تر ټولو ډېر ۱۹۶ رنزونه وکړل او د لویې غوره لوبغاړی شو.

تر دې مخکې لومړۍ ټيسټ‌ لوبه هم مساوي پای ته رسېدلې وه.‌

دا تر ۱۹۹۸ کال وروسته لومړی ځل دی چې د اسټرېلیا د کرکټ ملي لوبډله د پاکستان په سفر ده. ټاکل شوې چې دوی به هلته له کوربه هېواد سره درې ټېسټ، درې یو ورځنۍ او یوه ۲۰ اووریزه سیالي وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG