د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ټانک کې پر مشاعرې برید يو کس وژلی


د ټانک نقشه
د ټانک نقشه

د خیبر پښتونخوا پولیس وايي، په ټانک کې نامعلومو وسله والو پر يوه مشاعره بريد کړی چې پکې يو کس وژل شوی او بل ژوبل شوی دی.

د ټانک تاڼې اېس اېچ او نور اسلم د مارچ ۱۴مه مشال راډیو ته وويل چې بريد د مارچ ۱۳مه، ماښام په وړوکي نومي کلي کې شوی دی. د هغه په خبره، د نامعلومه بريدګرو پرضد يې مقدمه درج کړې ده. تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې بريد زمه واري نه ده منلې.

د ملي جمهوري غورځنګ د ټانک يوه فعال عبيدالله بېټڼی مشال راډیو ته وويل چې دغه وسله وال بريد د مشاعرې تر پېلېدو څو شيبې مخکې وشو. د وژل شوي کس نوم صابر جان نری ښوول شوی دی. تر دې وړاندې هم د مارچ پر ۱۲مه نېټه د ټانک ګومل کوټ حکيم کې نامعلومه وسله والو د امن کمېټۍ غړی فضل الرحمن بېټڼی وژلی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG