د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ښځو نړيوال کرکټ کپ: پاکستان خپله څلورمه لوبه بنګله دېش ته وبايلله


د مارچ ۱۴مه ۲۰۲۲: د پاکستان او بنګله دېش د ښځو کرکټ لوبه
د مارچ ۱۴مه ۲۰۲۲: د پاکستان او بنګله دېش د ښځو کرکټ لوبه

په نيوزیلېنډ کې روان د ښځو کرکټ پنځوس اووریز نړيوال کپ کې بنګله دېش پاکستان ته ماتې ورکړه.

د مارچ په ۱۴مه په هېملټن کې شوې دې سیالۍ کې لومړی بېټینګ بنګله دېش وکړ او په مقررو پنځوس اوورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په اوټ کېدو ۲۳۴ رنزونه جوړ کړل. فرګانه حق تر ټولو ډرې ۷۱ منډې جوړې کړي.

پاکستان د دې په ځواب کې د ۹ لوبغاړو په اوټ کېدو ۲۲۵ منډې جوړې کړي او په دې توګه یې سیالي په ۹ منډو وبایلله. د بنګله دېش فهېمه خاتون درې لوبغاړې اوټ کړي او د لوبې غوره لوبغاړې وګڼل شوه.

دا په دې ټورنمنټ کې د پاکستان څلورمه سیالي وه چې وې بايلله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG