د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې ۱۲ لکه ماشومانو ته د شري واکسين کيږي


پخوانی انځور: د کابل په اندراګاندهي روغتون کې يو ماشوم ته د شري واکسين کيږي
پخوانی انځور: د کابل په اندراګاندهي روغتون کې يو ماشوم ته د شري واکسين کيږي

د روغتیا نړیوالې ادارې (ډبلیو اېچ او) ویلي په افغانستان کې به څه باندې ۱۲ لکه هغه ماشومان د شري په ضد واکسین شي چې عمرونه یې د شپږو میاشتو او پینځو کلونو ترمینځ دي.

دغې ادارې د مارچ پر ۱۴مه په يوه خبرپاڼه کې وویل چې شاوخوا ۹،۲۰۰ روغتیایي کارکوونکي یې د افغانستان د ۲۴ ولایتونو په ۴۹ ولسوالیو کې د واکسین دا بهیر مخته وړي. د شري د واکسین کمپاین د مارچ پر ۱۲مه پيل او د همدې میاشتې تر ۱۷مې نیټې دوام کوي.

د روغتیا نړیوالې ادارې موندنې ښيي چې د ۲۰۲۱ز کال له پيل څخه د ۲۰۲۲ز کال تر مارچ میاشتې پورې افغانستان کې د شري له ۴۸،۳۰۰ څخه ډېرې پیښې ثبت شوي او دې موده کې ۲۵۰ ماشومان په همدې ناروغۍ مړه شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG