د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي عرب په يوه ورځ کې ۸۱ کسانو ته د مرګ سزا ورکړې


په جده کې د سعودي عرب بېرغ
په جده کې د سعودي عرب بېرغ

د سعودي عرب حکومت وايي په دغه هېواد کې په یوه ورځ ۸۱ مجرمانو ته د مرګ سزا اعلان شوې.

د سعودي عرب دولتي خبري اژانس د مارچ ۱۲مه وویل چې د عدالتونو لخو سزا شویو کسانو کې قاتلین او د وسله والو ډلو سره تعلق لرونکي کسان شامل وو.

د دغه اژانس په وینا په دې کسانو کې د القاعده او داعش وسله والو ډلو د کسانو تر څنګ حوثیان هم شامل وو چې د سعودي عرب په مهمو ځایونو د بریدونو پلانونه یې جوړول او دغه هېواد ته يې وسلې وروړلې.

ښايي چې دا په دې ورستیو کلونو کې په سعودي عرب کې په یوه ورځ د مرګ سزا وکولو تر ټولو لوړه شمېره وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG