د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کییف شمال لویدیځ لوري ته جګړه روانه ده


د مارچ پر ۱۲مه، د کییف شمال لویدیځ لوري ته جګړه په داسې مهال پېل شوې ده چې د برتانیې دفاع وزارت ویلي، ګڼ شمېر روسي عسکر د اوکراین مرکز کییف نه ۲۵ کلومیټره په واټن کې موقعیت لري.

بلخوا راپورونه وايي، روسي ټینکونه او توپخانې، وار له مخې محاصره شوې ځایونه په نخښه کوي.

د مارچ پر ۱۲مه، د اوکراین په یو شمېر ښارونو کې د هوایي بریدونو د خطر زنګونه وهل شوې دي او پر خلکو غږ شوی چې محفوظو ځایونو ته دې ځانونه ورسوي. بلخوا ځایي رسنیو د ولسمشر وولودمیر زېلېنسکي لخوا لیکلي چې هېواد یې له وړاندې نه یو بدل سټراټیجیکي حالت خپل کړی دی. ولسمشر زېلینسکی ویلي، دا لا ممکنه نه ده چې دی ووایي چې په څو ورځو کې به دوی خپل هېواد ازاد کړي؟ خو هوډ یې ښکاره کړ چې ازادي به ارو مرو ترلاسه کوي.

د ولسمشر زېلېنسکي ویډیویي خبرې په داسې وخت کې مخې ته راغلي چې پر اوکراین د ماسکو د یرغل دا درېیمه اوونۍ روانه ده. په جنوبي ساحلي ښار ماریو پول کې پرله پسې بندیزونو له وجې هلته ګېرو شویو خلکو ته خوراکي توکي او د اوبو رسول او له هلته نه د خلکو را ایستل لا ګران کړي دي. بلخوا د ماریوپول د ښاروال دفتر ویلي چې هلته د تیرو ۱۲ ورځو په حملو کې تر ۱۵ سوو نه زیات کسان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG