د لاسرسي ځای

تازه خبر

الیکشن کمېشن: سیند کې بلدیاتي انتخابات مې میاشت کې ترسره کېږي


د پاکستان اليکشن کمېشن وايي، چې په سيند صوبه کې به د مې میاشتې په پای کې بلدیاتي ټاکنې کېږي.

د سیند صوبې د انتخاباتو کمېشن مشر سید ګل د مارچ پر ۱۱مه، مشال رېډیو ته وویل چې دا انتخابات به په دوو مرحلو کې وي.

په سیند کې د بلدیاتي حکومتونو موده د ۲۰۲۰م کال د اګست پر ۳۰مه ختمه شوې وه. له دې وروسته باید په ۱۲۰ ورځو کې بیا بلدیاتي ټاکنې شوې وای خو د چارواکو په خبره، نوي بلدیاتي انتخابات د حلقه بندیو، سرشمیرنې او د نورو بیلا بېلو وجوهاتو له کبله ځنډول شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG