د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون قامي جرګې د اعلاميې چمتو کولو لپاره ۲۵ کسيزه کمېټه ټاکلې ده


د جرګې د تالار یوه څنډه
د جرګې د تالار یوه څنډه

په بنو کې د مارچ پر ۱۲مه، د پښتون قامي جرګې په دویمه ورځ د مشرانو له ویناوو وروسته، یوه کمیټي جوړه شوه چې له سلا مشورو وروسته به د جرګې په درېیمه ورځ د خپرېدو لپاره اعلامیه چمتو کوي.

د دې کميټۍ ۲۵ غړي دي چې د بیلابېلو ګوندونو، تحریکونو او سیمو سره تړاو لرونکي کسان پکې شامل دي. دوی به د پښتنو په سیمه کې د وسایلو او مسایلو جاج اخلي او پښتنو ته د ورپېښو کشالو د هواري لپاره به په جرګه کې د شویو مشورو په رڼا کې اعلامیه تیاروي.

د جرګې په دویمه ورځ وینا کوونکو مشرانو پر دې خبره زور راوړ چې یوه ګډه داسې اعلامیه دې جوړه کړل شي چې د ټولو خواوو پرې اتفاق وي. مشرانو دا هم وویل چې د دغو وړاندیزونو د عملي کولو او د حکومت سره د خبرو لپاره دې هم باید اقدامات وشي. همدا رنګه دا هم وویل شول چې یوه داسې کاري کومیټه دې هم وټاکل شي چې بیا د جرګې د سپارښتنو د عملي کولو پروسه وخت په وخت څاري.

د جرګې ګډونوال
د جرګې ګډونوال

د جرګې په دویمه ورځ چې کومو پښتنو مشرانو ویناوې وکړې په هغو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم شامل وو. نوموړي په خپله وینا کې په قبایلي ضلعو او نورو پښتون مېشتو سیمو کې پښتنو ته په ورپېښور مسایلو خبرې وکړې. د هغوی په خبرو کې د لادرکه کسانو، د ځمکلاندې ښخو ماینونو او امنیتي مسایلو یادونه هم وشوه.

دا جرګه د بنو د میراخېلو په کرېکټ لوبغالي کې د مارچ پر ۱۱مه پیل شوې چې تر ۱۳مې به دوام کوي. د جرګې په تالار کې د شاوخوا ۳،۵۰۰ کسانو د ناستې لپاره څوکۍ ایښوول شوې دي او نږدې همدومره نور له تالاره بهر موجود دي. دا درې ورځنۍ جرګه پښتونخوا ملي عوامي ګوند وربللې ده او په بلنلیک کې یې ویلي چې ګډونوال به د پښتنو په سیمو کې د ناامنیو، د خلکو د بېکورۍ او پر خپلو وسیلو د واک پر موضوعاتو خبرې کوي.

د جرګې یو منتظم ډاکټر برکت شاه کاکړ د مارچ پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل، د جرګې په اوله ورځ پښتنو ته په ورپېښو مسایلو، په ځانګړي ډول په نا امنۍ، جنګونو، بې کورۍ او د جنګونو په تسلسل کې چې پښتون څومره ځورول شوی، پر هغې پښتنو مشرانو ویناوې وکړې. نوموړي د جرګې د دویمې ورځې د ایجنډا په اړه وویل:

"نن دویمه ورځ ده نو په دویمه ورځ باندې، د پښتنو په قدرتي وسایلو، د هغو وسایلو د مصرف، پر هغو وسایلو د پښتون قام د واک اختیار پر قانوني لارو چارو باندې خبره کېږي."

نوموړی وايي چې د جرګې پر درېیمه ورځ چې د مارچ ۱۳مه به وي، د پښتنو په قانوني مسایلو خبره کېږي او بیا به مشترکه اعلامیه خپرېږي.

تر دې وړاندې، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان د اطلاعاتو سیکتر، خوشال خان کاکړ د مارچ پر ۱۱مه، مشال رېډیو سره په خبرو کې هیله وښوده چې جرګه به د پښتنو د مسلو هوارولو کې کار وکړي.

هغه وايي:

"د دې ملي جرګې هدف دا دی چې په پښتنو سیمو کې د تېرو ۴۰ کلونو راهیسې روان جنګ ته د پای ټکی کېښودل شي. پښتنو ته چې د هغوی په وسایلو کوم اختیارات نه ورکول کېږي نو پښتون ولس به دا وویني چې د دې جرګې په پای کې به په دې اړه ښې پرېکړي وشي."

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د مارچ پر ۱۱مه، د جرګې ګډونوالو ته وویل چې د پښتون قام د ستونزو د هوارولو لپاره دې تګ لاره جوړه کړي.

په تېرو درو کلونو کې عوامي نیشنل ګوند او مزدور کسان پارټۍ هم دوه جرګې کړې دي خو د دې ډول جرګو پرېکړې په تېرو وختونو کې اکثر نه دي عملي شوې.

XS
SM
MD
LG