د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیې د اوکراین په دوو ښارونو کې د پوځي اډو ړنګولو دعوه کړې


له کییف سره نېږدې تر برید وروسته له یوې ودانۍ لوګي خېژي - د مارچ ۱۰مې انځور.
له کییف سره نېږدې تر برید وروسته له یوې ودانۍ لوګي خېژي - د مارچ ۱۰مې انځور.

د روسیې د دفاع وزارت وايي، ځواکونو یې د اوکراین په لوڅک او اېوانو-فرانکېفسک ښارونو کې پر دوو هوايي اډو بریدونه کړي او هغه یې ړنګې کړې دي.

روسیو خبري اژانس د دفاع وزارت د ویاند اېګور کوناشېنکوف له خولې ویلي دي چې تر حملو وروسته هغه اډې له کاره لوېدلې دي.

داسې ښکاري چې روسی پوځ پر اوکراین د خپل یرغل د پراخولو په حال کې دی او په همدې حال کې په یوشمېر محاصره شویو ښارونو کې د بشري ناورین د امکان ویرې په زیاتېدو دي.

کوناشېنکوف ویلي چې روسیو ځواکونو د فبرورۍ له ۲۴مې راهیسې ۳،۲۱۳ اوکرایني پوځي تاسیسات ړنګ کړي دي. روسیه پر اوکراین خپل یرغل د "ځانګړي پوځي عملیاتو" په نوم یادوي.

په خپلواکه ډول د روسیې د دفاع وزارت د دعوو تصدیق نه شي کېدای خو د لوڅک او اېوانو-فرانکېفسک ځايي چارواکو له دوو هوايي ډګرونو سره نېږدې د چاودنو خبر ورکړی دی.

هغه چاودنې د روسیې د بریدونو له عمومي ځایه لیرې غرب لوري ته اورېدل شوې دي چې نوي لوري ته د یرغل د پراخېدو ښکارندويي کوي.

د اوکراین د کورنیو چارو وزارت سلاکار انتون هېراشېنکو ویلي دي چې روسیې د مارچ پر ۱۱مه د هېواد په ختیز ښار دنېپرو کې درې بمبارۍ کړې دي چې پکې لږ تر لږه یو کس وژل شوی دی.

له سپوږمکیو (سیټلایټونو) اخیستل شوي تازه انځورونه ښيي له کییفه دباندې یو ۶۴ کېلومیټره اوږد پوځي کاروان د پلازمېنې شاوخوا سیمو او ځنګلونو ته ورخپور شوی دی او ښار ته نېږدې راکټونه د برید په حالت کې دي. له دې داسې ښکاري چې ښايي روسي ځواکونه پر کییف د حملې لپاره چمتووالی نیسي.

په عین وخت کې د اوکراین پوځ په یوه بیان کې ویلي دي چې روسیو ځواکونو له شمال لویدیځ او ختیځ خواوو څخه پرمختګ کاوه چې هغوی د چرنېهیف ښار له لوري په شا وتمبول. بیان همداراز زیاتوي چې اوکرایني پوځ بکلانووا موراویکا سیمه بیا تر خپل واک لاندې راوستې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG