د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیس وايي د اهل تشیع پر جومات یې په برید کې د ککړتیا په تور ۳ کسان وژلي


د پېښور پر جومات د مارچ پر څلورمه تر برید وروسته خلک د وژل شویو پر جسدونو سپین څادرونه غوړوي.
د پېښور پر جومات د مارچ پر څلورمه تر برید وروسته خلک د وژل شویو پر جسدونو سپین څادرونه غوړوي.

د خیبر پښتونخوا پولیسو دعوه کړې ده چې د پېښور پر جومات یې د جمعې د لمانځه پرمهال په برید کې د ککړتیا په تور درې کسان وژلي دي.

خپلواکه سرچینو د پولیسو دا دعوه نه ده تایید کړې خو د پېښور پولیسو د مارچ پر نهمه خبریالانو ته وویل، د خیبر قبایلي ضلعې په جمرود کې یې عملیات کړي چې پکې د پېښور د اهل تشیع پر جومات د ځانمرګي بریدګر "درې همکاران ووژل" شول.

پولیسو دا نه دي ويلي چې عملیات کله شوي او نور معلومات یې هم نه دي ورکړي البته زیاتوي چې وژل شوي کسان د پېښور په متره سیمه کې د امن کمېټۍ د یوه غړي په وژنه کې هم ککړ ول.

د مارچ پر څلورمه یو وسله وال د پېښور په رسالدار کوڅه کې د اهل تشیع د جومات په پهرې پر ولاړو دوو پولیسانو ډزې وکړې چې پکې یو سرتېری ووژل او بل ټپي شو. د چارواکو په وینا، بریدګر تر دې وروسته جومات ته ورننوت او د لمانځه پرمهال یې ځانمرګی برید وکړ چې پکې ۶۲ کسان ووژل او تر ۱۸۵ زیات ژوبل شول.

د داعش یا اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې د هغه برید ذمه واري منلې وه.

په وروستیو کې د یوشمېر قبایلي سیمو په ګډون په پېښور کې د امنیت وضع خرابه شوې او د پولیسو او امنیتي سرتېرو په ګډون پر ولسي خلکو او قبایلي مشرانو هدفي حملې او بمي چاودنې شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG