د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ښځو نړيوال کرکټ جام: اسټراليا پاکستان ته ماتې ورکړه


پاکستان په دې نړيوال جام کې تر اوسه دوې لوبې کړې او دواړې يې بايللي دي، انځور له ارشيفه
پاکستان په دې نړيوال جام کې تر اوسه دوې لوبې کړې او دواړې يې بايللي دي، انځور له ارشيفه

په نيوزيلېنډ کې د ښځو نړيوال کرکټ جام ۵۰ اووریزو سياليو لړ کې نن (مارچ اتمه) اسټراليا پاکستان ته په اوو ويکټونو ماتې ورکړه.

پاکستان لومړی بېټينګ وکړ او په ټاکل شويو ۵۰ اوورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۰ منډې جوړې کړې.

اسټرالیا دا هدف په ۳۵م اوور کې د درې لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او لوبه يې وګټله.

د اسټراليا الېسا هېلي تر ټولو ډېر ۷۲ رنزونه وکړل او د لوبې غوره لوبغاړې ونومول شوه.

په دې نړيوال جام کې اته لوبډلې برخه اخلي او پايلوبه به يې د اپريل پر درېيمه نېټه کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG