د لاسرسي ځای

تازه خبر

یونېسېف له افغانو ماشومانو سره نوې مرستې اعلان کړې


ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې مېلیونونه ماشومان له لوږې سره مخامخ دي - انځور له ارشیفه.
ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې مېلیونونه ماشومان له لوږې سره مخامخ دي - انځور له ارشیفه.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (یونېسېف) له یوشمېر افغان ماشومانو سره نوې مرستې اعلان کړې.

د دې سازمان افغانستان څانګې د مارچ پر شپږمه پر ټوېټر لیکلي چې د مایکروسافت شرکت د بنسټګر بېل ګېټس بنسټ په همکارۍ یې په هغه هېواد کې پر اړمنو ماشومانو ۱۵،۰۰۰ کومکي بستې وېشلې دي. د سازمان په وینا، په دې مرستو کې د ماشومانو لپاره کمپلې او حیاتي واکسینونه شامل دي.

د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ملګرو ملتونو د ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.

یونېسېف د مارچ پر څلورمه اعلان وکړ چې په افغانستان کې یې له ماشومانو سره د مرستې لپاره د دوه میلیارده یا اربه ډالرو له ژمنې یوازې ۱۵ سلنه ترلاسه کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG