د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: خلکو د يونين کونسل د جوړېدو لپاره مظاهره کړې


د سپين وام اوسېدونکو د امنيتي ادارو له لورې د مبینه "ځورونو" پرضد مظاهره کړې. د ۲۰۲۰ز کال د جنورۍ ۱۸مې عکس
د سپين وام اوسېدونکو د امنيتي ادارو له لورې د مبینه "ځورونو" پرضد مظاهره کړې. د ۲۰۲۰ز کال د جنورۍ ۱۸مې عکس

د شمالي وزیرستان دته خېلو اوسېدونکو د مظاهرې له لارې له حکومته او انتخاباتي کميشنه غوښتي چې ورته يونين کونسل دې جوړ شي.

د ميرامشا پریس کلب مخې ته د مارچ پر پينځمه د راغونډ شوو مظاهره چیانو يو مشر او د مسلم ليګ نواز ډلې غړي نيک عمل خان مشال راډيو ته وويل چې د ډېرې ابادۍ درلودلو سربېره هم که ورته يونين کونسل جوړ نه شي نو دوی به په له بلدياتي انتخاباتو کې له برخې اخیستو څخه بايکاټ وکړي.

هغه زیاته کړه: "موږ په بنو کې عدالت ته هم تللي یو. هلته مو درخواست ورکړی چې حکومت دې راته يونين کونسل جوړ کړي. د ټاکنو له کميشن هم دا غوښتنه لرو. زموږ ابادي دوه نيم يا درې لکه ده نو حق مو دی چې خپل يونين کونسل ولرو. که یې راته جوړ نه کړ نو د انتخاباتو بايکاټ کوو"

خو په خيبر پښتونخوا کې د انتخاباتو کميشن وياند سهيل احمد مشال راډيو ته ويلي چې د مارچ پر ۳۱مه بلدياتي ټاکنې کيږي نو په دومره لږ وخت کې ممکنه نه ده چې نوی یونين کونسل جوړ کړي.

په دې صوبه کې بلدياتي ټاکنې په دوو پړاوونو کې کېږي. لومړۍ هغه په ۱۷ ضلعو کې د ډېسېمبر پر ۱۹مه نېټه شوي وې او په پاتې ۱۸ کې به د مارچ پر ۳۱ ترسره شي.

XS
SM
MD
LG