د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان له اسټرالیا سره د ټېسټ سیالۍ پر لومړۍ ورځ ۲۴۵ منډې جوړې کړې


پاکستانی لوبغاړی امام الحق د توپوهنې پر مهال - د ۲۰۲۲ز کال د مارچ څلورمې انځور.
پاکستانی لوبغاړی امام الحق د توپوهنې پر مهال - د ۲۰۲۲ز کال د مارچ څلورمې انځور.

د پاکستان او اسټرالیا ترمینځ د ټېسټ کرکټ د لومړۍ ورځې په پای کې پاکستانۍ لوبډلې د یو لوبغاړي په زیان ۲۴۵ منډې جوړې کړې وې.

د مارچ پر څلورمه د راولپېنډۍ په لوبغالي کې د پاکستان لوبډلې د پینځه ورځنۍ سیالۍ پچه وګټله او لومړی یې بیټېنګ پیل کړ. پاکستانۍ لوبډلې چې ۱۰۵ منډې جوړې کړې نو عبدالله شفیق په ۴۴ منډو اوټ شو. تر هغې وروسته امام الحق او اظهر علي بیټېنګ ته دوام ورکړ.

امام الحق د ورځې تر پایه ۱۳۲ او اظهر علي ۶۴ منډې جوړې کړې وې.

دا تر ۱۹۹۸ز کال وروسته لومړی ځل دی چې د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډله د پاکستان په سفر ده او ټاکل شوې چې هلته له کوربه هېواد سره درې ټېسټ، درې یو ورځنۍ او یوه ۲۰ اووریزه سیالي وکړي.

د پاکستان کرکټ بورډ د فبرورۍ پر ۲۷مه د اسټرالیايي لوبغاړو تر وررسېدو وروسته وویل، هغه لوبډله به تر یوې نیمې میاشتې پورې په هغه هېواد کې وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG