د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان او بنګلادېش د ۲۰ اووریزه کرکټ په سیالۍ کې یو بل ته مخامخېږي


افغان لوبغاړی نجیب الله ځدراڼ د توپوهنې پرمهال - د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ ۲۳مې انځور.
افغان لوبغاړی نجیب الله ځدراڼ د توپوهنې پرمهال - د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ ۲۳مې انځور.

د افغانستان او بنګلادېش د کرکټ لوبډلو ترمینځ لومړۍ ۲۰ اووريزه سيالي د مارچ پر درېیمه کېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ د رسنیو د برخې مسوول فرید هوتک د مارچ پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل چې د دواړو هېوادونو ترمینځ دوه ۲۰ اووریزه سیالۍ کېږي. "ټاکل شوې ده چې د افغانستان او بنګلادېش د کرکټ د ملي لوبډلو ترمینځ د ۲۰ اوورنو لوبو لړۍ پنجشنبه پیل شي. د دواړو هېوادونو ترمینځ به د ۲۰ اوورونو دوه نړیوالې لوبې ترسره کېږي. د دغو لوبو لپاره افغان لوبډلې ښه چمتوالی نیولی."

د افغانستان او بنګلادېش ترمینځ دویمه ۲۰ اووریزه لوبه د مارچ پر پينځمه کېږي.

کوربه هېواد بنګلادېش تر دې مخکې د درو یو ورځنیو لوبو لړۍ له افغانستانه وګټله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG