د لاسرسي ځای

تازه خبر

سېټلايټ انځورونه ښيي چې د کیيف په څنډو کې د روسیې لوی پوځي کاروان درېدلی


د مارچ پر لومړۍ نېټه د اوکراين د سرښار کييف په څنډو کې د روسيې د پوځي کاروان انځور
د مارچ پر لومړۍ نېټه د اوکراين د سرښار کييف په څنډو کې د روسيې د پوځي کاروان انځور

په داسې حال کې چې په اوکراین کې د روسیې جګړه نن (مارچ لومړۍ نېټه) شپږمې ورځې ته غځېدلې، راپورونه وایي چې روسي ځواکونو د اوکراین د جنوبي ښار خیرسون په لمنو کې امنیتي پوستې ځای پر ځای کړي او د سرښار کيیف په څنډو کې هم لوی پوځي کاروان درېدلی.

په سېټلايټ انځورونو کې ښکاري چې د زغروالو وسایلو او توپونو دغه کاروان څه باندې ۶۵ کیلوميټره اوږد دی او د سرښار کيیف تر څو کیلوميټرۍ پورې رسېدلی دی.

د اوکراین وسله وال ځواکونه داسې انګېري چې ښایي دا به د اوکراین د سرښار کیيف او د تر ټولو لوی ښار ماریپول د محاصره کولو او کنټرول راوستلو لپاره یوه هڅه وي.

د جګړې په ډګر کې دغه نوي پرمختګونه تر هغه وروسته کېږي چې د جګړې درولو لپاره په بېلاروس کې د اوکراین او روسیې د پلاوو ترمنځ خبرې پرون (فبرورۍ ۲۸مه) بې نتیجې پای ته ورسېدې خو دواړو لورو موافقه وکړه چې راتلونکو ورځو کې به بیا خبرې ترسره کړي.

په عین حال کې د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي پرون په یوه ویډیویي پیغام کې په مستقيم ډول له روسي ځواکونو وغوښتل چې د خپلو چارواکو امرونه دې له پامه وغورځوي او جګړه دې بنده کړي.

زېلېنسکي پرون پر کیيف د روسي ځواکونو درې توغندیو بریدونو ته په اشارې وویل، کله چې یوه خوا بله خوا په توغندیو او توپونو ولي، کیيف به چا ته امتیازات ور نه کړي.

بلخوا د اوکراین هوایي ځواکونو ویلي چې د پلازمېنې کيیف شاوخوا ښارګوټو کې يې د هوایي عملیاتو پر مهال د روسیې پينځه جنګي الوتکې او یو هېليکاپټر په ډزو رانسکور کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG