د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو کې د روسيې سفارتي عملې ۱۲ غړیو ته د امريکا پرېښودو امر شوی


د ملګرو امنيت شورا غونډه کې پر اوکراين د روسيې د بريد غندنې مسودې په مخالفت کې د روسيې استازي لاس پورته کړی. انځور له ارشيفه
د ملګرو امنيت شورا غونډه کې پر اوکراين د روسيې د بريد غندنې مسودې په مخالفت کې د روسيې استازي لاس پورته کړی. انځور له ارشيفه

په ملګرو ملتونو کې د روسيې سفارتي عملې ۱۲ غړیو ته امر شوی چې د مارچ تر اوومې له امریکا څخه ووځي. پر دغو غړیو تور دی چې د جاسوسۍ په کارروایانو کې لاس لري.

په ملګرو ملتونو کې د امریکایي ماموريت يوې ویاندې ویلي، هغو سفارتکارو ته چې د وتلو امر ورته شوی، په جاسوسي فعاليتونو کې ښکېل ول چې دغه چاره یې ملي امنیت ته تاوان رسوي. نوموړې زیاتوي چې دغو سفارتکارو په امریکا کې د ژوند کولو له سهولت څخه ناسمه ګټه پورته کړې ده.

امریکایي ماموريت ویلي چې د دغو سفارتکارو پر وتلو له تېرو څو میاشتو راهیسې کار روان وو او دغه کار د ملګرو ملتونو د کوربه په حيث او د ملګرو ملتونو او امریکا تر منځ د تړون مطابق شوی دی.

بلخوا په امریکا کې د روس سفیر دغه اقدام له دښمنۍ ډک بللی او ویلي يې دي چې مسکو د امریکا دغه ادعاوې په بشپړه توګه ردوي.

د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر د امريکا په نيويارک ښار کې دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG