د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل پوهنتون له اوو میاشتو ځنډ وروسته بیا درسونه پیل کړل


د طالبانو په واکمنېدو سره د افغانستان د پوهنتونو او ښوونځیو درسي بهیر ځنډول شوی وو
د طالبانو په واکمنېدو سره د افغانستان د پوهنتونو او ښوونځیو درسي بهیر ځنډول شوی وو

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت د نویو مقرراتو له مخې نجونې او هلکان په دوو جلا وختونو کې درسونه پر مخ وړي.

نجونې سهار وختي تر غرمې او هلکان له غرمې وروسته تر مازیګره درسونو ته ورځي. د طالبانو په واکمنېدو سره د افغانستان د پوهنتونو او ښوونځیو درسي بهیر ځنډول شوی وو.

د طالبانو حکومت ژمنه کړې چې روانه میاشت به هغه درسونه چې وروسته پاتې دي پر مخ یوړل شي او په راتلونکي پسرلی کې به نوی سمستر پیلیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG