د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي اېس اېل: ملتان سلطانز او لاهور قلندرز پايلوبې ته وتلي


په دې ۲۰ اووريزو سياليو کې شپږو لوبډلو برخه اخيستې وه
په دې ۲۰ اووريزو سياليو کې شپږو لوبډلو برخه اخيستې وه

د پاکستان سوپر لیګ کرکټ اووم پړاو سیالیو پايلوبه به د فبرورۍ پر ۲۷مه، د لاهور په قذافي سټېډيم کې کېږي.

په دې ۲۰ اووريزو سياليو کې شپږو لوبډلو برخه اخيستې وه چې تر ۳۳ لوبو وروسته ملتان سلطانز او لاهور قلندرز لوبډلې پايلوبې ته ووتلې.

د فبرورۍ پر ۲۵مه، د لاهور قلندرز او اسلام اباد یونايټېډ ترمنځ لوبه وشوه چې لاهور قلندرز په شپږو منډو وګټله.

د لاهور په قذافي لوبغالي کې شوې دې لوبه کې لاهور قلندرز لومړی بېټينګ وکړ او په ټاکل شويو ۲۰ اوورونو کې يې ۱۶۸ منډې جوړې کړې. په ځواب کې د اسلام اباد یونایټېډ ټول لوبغاړي په ۲۰م اوور تر ۱۶۲ منډو، جوړولو وروسته وسوځېدل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG