د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان نومیالی خبریال او د بشري حقونو د کمېشن پخوانی مشر مړ شوی


مهدي حسن پاکستان کې د بشري حقونو له لویو مدافعینو یو بلل کېده - انځور له ارشیفه.

د پاکستان نومیالی خبریال، د پوهنتون استاد او د بشري حقونو د کمېشن پخوانی مشر ډاکتر مهدي حسن مړ شوی دی.

۸۵ کلن حسن له یوې مودې راهیسې ناروغه وو چې د فبرورۍ پر ۲۳مه ومړ. د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن د نوموړي پر مړینه خپګان ښوولی دی او ویلي یې دي چې هغه په هېواد کې د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره خورا زیاتې هڅې کړې وې.

کمېشن د فبرورۍ پر ۲۳مه په بیان کې ویلي چې ډاکتر مهدي حسن د پنجاب پوهنتون د استاد په توګه ګڼ خبریالان روزلي او په هېواد کې د بیان او د مذهبي ازادیو له لویو مدافعینو یو بلل کېده.

حسن پینځه ځلې د پاکستان د خبریالانو د وفاقي ټولنې (پي اېف یو جې) منتخب غړي په توګه هم دنده ترسره کړې وه او د عمر تر پای پورې د بشري حقونو د خپلواک کمېشن غړی وو.

د پاکستان حکومت هغه ته په ۲۰۱۲ز کال کې د ستاره امتیاز په نوم ملي انعام ورکړی وو.

XS
SM
MD
LG