د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت د نور مقدم په وژنه تورن کس ته د مرګ سزا اورولې


په پاکستان کې د نور مقدم وژنې ضد احتجاجونه شوي ول - انځور له ارشیفه
په پاکستان کې د نور مقدم وژنې ضد احتجاجونه شوي ول - انځور له ارشیفه

د اسلام اباد يو عدالت د پاکستان د یو پخواني ډېپلوماټ د لور نور مقدم د وژنې په قضیه کې تورن تن ظاهر جعفر ته د مرګ سزا اورولی ده.

د اسلام اباد يو ضلعي عدالت جج عطا رباني د فبرورۍ پر ۲۴مه خپله هغه پرېکړه واوروله چې د فبرورۍ پر ۲۲مه يې محفوظه کړې وه. قاضي وویل، شواهدو ښوولې چې جعفر نور مقدم وژلې وه. جعفر پر ځان له لګېدلي توره انکار کوي.

عدالت په خپله پرېکړه کې له ظاهر جعفر سره د مرستې په تور د هغه دوو نوکرانو جان محمد او افتخار ته د ۱۰، ۱۰ کلونو د بند سزا هم اورولې ده.

۲۷ کلنه نور مقدم د ۲۰۲۱ز کال د جولای پر ۲۰مه وژل شوې وه. پولیسو د هغې پخوانی ملګری ظاهر جعفر د هغې د وژنې په تور نیولی وو.

پولیسو په خپل رپورټ کې تور پورې کړی وو چې جعفر په خپل کور کې له نور مقدمه سر پرې کړی وو، چې هغه رد کړی وو.

د نور مقدم وژنې په پاکستان کې مظاهرې وپارولې او د بشري او ښځو د حقونو فعالانو له حکومته د ښځو د خوندیتوب لپاره د اقداماتو غوښتنې وکړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG