د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند افغانستان ته ۵۰۰ لارۍ غنم لېږدولي


هند له پاکستان سره تر موافقي وروسته افغانستان ته غنم لېږدولي دي - د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ ۲۲مې انځور.
هند له پاکستان سره تر موافقي وروسته افغانستان ته غنم لېږدولي دي - د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ ۲۲مې انځور.

هند د پاکستان له لارې افغانستان ته ۲،۵۰۰ ټنه غنم لېږدولي چې له هغه هېواد سره د خوړو د کمښت پوره کولو په برخه کې مرسته وکړي.

د هند بهرنيو چارو وزارت د فبرورۍ پر ۲۳مه نېټه ويلي چې په ۵۰۰ لاريو بار غنم د پاکستان له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي.

د فبرورۍ پر ۲۲مه د پاکستان له پولې سره نېږدې د هند په امرتسر ښار کې د غنمو لېږدولو په تړاو غونډه وشوه.

د هند لپاره د افغان طالبانو سفیر فرید ماموندزي پر ټوېټر ليکلي چې د هندي حکومت مننه کوي چې په داسې وخت کې یې ورسره مرسته کړې چې له ۲۰ مېلیونو څخه زیات افغانان د خوړو له بحران سره مخامخ دي چې په تېرو درو لسیزو کې په هغه هېواد کې تر ټولو لوی خوراکي بحران بلل کېږي.

پاکستان معمولاً له خپلې خاورې څخه افغانستان ته د هندیو مالونو لېږد نه پرېږدي، خو اسلام اباد دا ځل د دې غنمو پر سر د څو مياشتو تر خبرو وروسته موافقه وکړه او نوي دلي ته یې اجازه ورکړه چې د هغه هېواد له خاورې څخه دې مرستې افغانستان ته ولېږدوي.

هند ویلي دي چې د افغانستان له خلکو سره به یې مرستې دوام ولري او دا به د طالبانو نه بلکې د مرستندویه نړیوالو بنسټونو له لارې بې وزلو افغانانو ته ورسوي.

د هند او پاکستان په ګډون د نړۍ هېڅ یوه هېواد لا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG