د لاسرسي ځای

تازه خبر

لبنان وايي بیروت کې یې د داعش ډلې حملې شنډې کړې دي


په بېروت کې د ۲۰۲۱ز کال د فبرورۍ پر ۱۴مه د ډزو تر پېښې وروسته پوځیان د ګزمې پر مهال.
په بېروت کې د ۲۰۲۱ز کال د فبرورۍ پر ۱۴مه د ډزو تر پېښې وروسته پوځیان د ګزمې پر مهال.

د لبنان چارواکي وايي چې د پلازمې بیروت په جنوبي سیمو کې یې د اسلامي دولت (داعش) وسله والې ډلې د هغو درو بریدونو منصوبه ناکامه کړې چې هدف یې د شیعه ګانو مرکزونه ول.

د لبنان د کورنیو چارو وزیر بسام مولوي د فبرورۍپر ۲۳مه خبري غونډي ته وویل چې هغې وسله والې ډلې په لبنان کې فلسطیني ځوانان ګومارلي ول چې لویې بریدونه وکړي.

رویټرز خبري اژانس د مولوي له خولې ویلي چې امنیتي سرتېرو دوه مشکوک بریدګر سره د وسلو او چوونکو موادو نیولي دي.

په وروستیو کلونو کې داعش ډلې په منځني ختیځ کې د اهل تشیع یوشمېر مرکزونه او مذهبي ځایونه په نښه کړي دي. هغې ډلې د بیروت په جنوب کې په ۲۰۱۵ز کال کې د هغو غبرګو ځانمرګو بریدونو مسوولیت منلی وو چې پکې تر ۴۰ زیات کسان وژل شوي ول.

د بیروت جنوب د شیعه حزب الله ډلې د وسله والو پیاوړی مرکز بلل کېږي. هغه ډله له ایران سره اړیکې لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG