د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر رحمان ملک ومړ


رحمان ملک د فبرورۍ پر ۲۳مه د ۷۰ کلونو په عمر کې ومړ - انځور له ارشیفه
رحمان ملک د فبرورۍ پر ۲۳مه د ۷۰ کلونو په عمر کې ومړ - انځور له ارشیفه

د پاکستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر، پخوانی سېنېټر او د پیپلز ګوند سیاستوال رحمان ملک مړ شوی دی.

د نوموړي ویاند ریاض علي توري پر ټوېټر لیکلي چې ملک د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له وجې د فبرورۍ پر ۲۳مه ومړ. ۷۰ کلن رحمان ملک شاوخوا یوه میاشت مخکې په کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوی وو او روانه میاشت د روغتیايي حالت په خرابېدو د اسلام اباد په یوه روغتون کې د ځانګړې پاملرنې (انتهايي نګهداشت) په څانګه کې بستر شوی وو.

د پاکستان د پیپلز ګوند مشرانو اصف علي زرداري او بلاول بوټو زرداري او د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید په ګډون د هېواد یوشمېر سیاستوالانو د هغه په مړینه د خپګان څرګندونه کړې وه.

ملک له ۲۰۰۸ز څخه تر ۲۰۱۳ز کال پورې د پیپلز ګوند په مشرۍ په اېتلافي حکومت کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په توګه دنده تر سره کړې وه او تر هغې وروسته تر ۲۰۲۱ز کال پورې سېنېټر وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG