د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي اېس اېل: نن ملتان سلطانز او لاهور قلندرز له یو بل سره سیالي لري


د ملتان سلطانز لوبغاړی د لاهور قلندر لوبډلې پروړاندې د سیالۍ پرمهال توپ وهي - د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ ۱۱مې انځور.
د ملتان سلطانز لوبغاړی د لاهور قلندر لوبډلې پروړاندې د سیالۍ پرمهال توپ وهي - د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ ۱۱مې انځور.

د پاکستان کرکټ سوپر ليګ (پي اېس اېل) د اوومې اتلولۍ په لړ کې د چارشنبې (شورو) پر ورځ ملتان سلطانز له لاهور قلندرز سره او د فبرورۍ پر ۲۴مه پېښور زلمي له اسلام اباد يونايټېډ لوبډلې سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې د فبرورۍ ۲۳مې سیالي د لاهور په قذافي لوبغالي کې د پېښور پر وخت د ماښام پر اووه نیمو او د کابل پر اووه بجو پیل شي.

په روانه اتلولۍ کې شپږ لوبډلې برخه اخلي او ۳۴ لوبې به کېږي. د فبرورۍ تر اوومې لومړۍ ۱۵ لوبې په کراچۍ کې وشوې او د فبرورۍ له ۱۰مې وروستۍ ۱۹ لوبې په لاهور کې روانې دي چې پايلوبه به يې د فبرورۍ پر ۲۷مه وي.

تر اوسه ۳۰ سیالۍ شوې چې ورسره سم، ملتان سلطانز لوبډله له ۱۰ څخه د نهو لوبو په ګټلو پر لومړي مقام ده. ورپسې لاهور قلندرز په شپږو سیالیو ګټلو او د منډو د مثبتې شرحې له وجې پر دویم او پېښور زلمي د شپږو سیالیو په ګټلو پر درېیم ځای ده.

تر دې وروسته، اسلام اباد یونایټېډ پر څلورم مقام ولاړه ده او کوټه ګلیډیېټرز پر پینځم ځای ده.

کراچۍ کېنګز لوبډلې له ۱۰ څخه یوازې یوه سیالي ګټلې ده او په اتلولۍ کې پر اخري مقام ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG