د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران جنګي الوتکې د غورځېدو په پېښه کې درې کسان وژل شوي


د ايران اېف-پینځه جنګې الوتکه په چابهار ښار کې د پوځي تمرينونو پر مهال - د ۲۰۰۹ز کال انځور
د ايران اېف-پینځه جنګې الوتکه په چابهار ښار کې د پوځي تمرينونو پر مهال - د ۲۰۰۹ز کال انځور

په ایران کې د یوې جنګي الوتکې غورځېدو په پېښه کې دوه پیلوټان وژل شوي دي.

د ایران دولتي خبري اژانس (اېرنا) د فبرورۍ پر ۲۱مه نېټه رپورټ ورکړی چې جنګي الوتکه د هېواد د شمال لويديځ ښار تبریز د یوه ښوونځي په لوبغالي کې پرېوتې چې پکې لږ تر لږه یو ولسي وګړی هم وژل شوی دی.

د رپورټ له مخې، د اېف- پینځه نومي دې جنګي الوتکې د غورځېدو د لاملونو معلوملو لپاره پلټنې روانې دي.

د سره صلیب نړیوالې ادارې ځايي مشر هم پېښه تایید کړې او وايي چې پکې وژل شوی کس ځايي اوسېدونکی دی.

یو ځايي ایراني چارواکي بیا اېرنا ته ویلي چې دا الوتکه د سهار پر نهه بجې وغورځېده او د ده په خبره، د کورونا وایرس وبا له کبله سکول تړلی دی.

د امریکا جوړه اېف- پینځه جنګي الوتکه د ۱۹۷۹ز کال تر اسلامي انقلاب څخه وړاندې د ایران حکومت اخیستې وه. تهران چې له لسیزو راهیسې تر بندیزونو لاندې دی، د خپلو الوتکو د سامان او الاتو د اخیستو او مرمت په لړ کې له ستونزو سره مخامخ دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG