د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي اېس اېل: نن پېښور زلمي له لاهور قلندرز سره لوبه لري


د پېښور زلمي لوبډله د لاهور قلندرز لوبغاړي تر سوځېدو وروسته خوشالي کوي - د فبرورۍ ۱۵مې انځور.
د پېښور زلمي لوبډله د لاهور قلندرز لوبغاړي تر سوځېدو وروسته خوشالي کوي - د فبرورۍ ۱۵مې انځور.

د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اوریزه کرکټ اتلولۍ په لړ کې پېښور زلمي او لاهور قلندرز یو بل ته مخامخېږي.

د لاهور په قذافي لوبغالي کې د فبرورۍ ۲۱مې سیالي د پېښور پر وخت د ماښام پر اووه نیمو او د کابل پر اووه بجو پیلېږي.

تر دې یوه ورځ مخکې ملتان سلطانز لوبډلې اسلام اباد يونايټډ ته په شپږو وکټو ماتې ورکړه.

اسلام اباد يونايټډ لومړې بیټنګ وکړ او په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې یې د اووه لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۵ منډې جوړې کړای شوې. ملتان سلطانز لوبډلې ټاکلی هدف په ۱۸م اوور کې د څلور لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

هم د فبرورۍ پر ۲۰مه، د پي اېس اېل په بله سیالۍ کې د کوټې ګلیډیېټرز لوبډلې کراچۍ کېنګز ته په ۲۳ منډو ماتې ورکړه. کوټې ګلیډیېټرز په لومړي بیټېنګ کې د څلور لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۶ منډې جوړې کړې، خو کراچۍ کېنګز لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۳ منډې جوړې کړای شوې.

د پاکستان سوپر ليګ په روانو سياليو کې شپږ لوبډلې برخه اخلي او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د فبرورۍ پر ۲۷مه په لاهور کې وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG