د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي اېس اېل: ملتان سلطانز او کراچۍ کېنګز یو بل ته مخامخېږي


د پېښور زلمي لوبغالي د عمر اکمل تر سوځولو وروسته خوشالي کوي - د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ ۱۵مې انځور.
د پېښور زلمي لوبغالي د عمر اکمل تر سوځولو وروسته خوشالي کوي - د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ ۱۵مې انځور.

د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو په لړ کې ملتان سلطانز او کراچۍ کېنګز یو بل ته مخامخېږي.

په لاهور کې د فبرورۍ ۱۶مې سیالي د پېښور له وخت سره سم د ماښام پر اووه نیمو او د کابل پر اووه بجو پیلېږي.

تر دې یوه ورځ مخکې، پېښور زلمي لوبډلې کوټې ګلیډیېټرز ته په ۲۴ منډو ماتې ورکړه. د لاهور په قذافي لوبغالي کې په سیالۍ کې پېښور زلمي پچه وګټله او په لومړي بیټېنګ کې یې ۱۸۵ منډې جوړې کړې. خو په ځواب کې کوټه ګلیډیېټرز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۱ منډې جوړې کړای شوې.

په روانو سياليو کې شپږ لوبډلې برخه اخلي او ټولې ۳۴ سیالۍ کېږي.

د فبرورۍ تر اوومې پورې لومړۍ ۱۵ لوبې په کراچۍ کې وشوې او د فبرورۍ له ۱۰مې وروستۍ ۱۹ لوبې په لاهور کې روانې دي چې پايلوبه به يې د فبرورۍ پر ۲۷مه وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG