د لاسرسي ځای

تازه خبر

په قطر کې د طالبانو پلاوي د اروپايي ټولنې له استازو سره خبرې پیل کړې


په قطر کې د طالبانو پلاوی، انځور له ارشيفه
په قطر کې د طالبانو پلاوی، انځور له ارشيفه

د قطر په پلازمېنه دوحه کې نن (فبرورۍ ۱۵مه) د طالبانو د حکومت له استازیو سره د اروپايي ټولنې د سفارتکارانو خبرې پيل شوې دي.

د طالبانو د پلاوي مشري د دوی د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي کوي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلسن په هغه غونډه کې د اروپايي ټولنې مشر مرکچي دی. د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم د دې غونډې په اړه د فبرورۍ پر ۱۴مه پر ټويټر لیکلي چې پر مهمو مسلو بحث کېږي.

د طالبانو حکومت تر دې مخکې ویلي چې د دوحې د غونډې هدف د بشري مرستو جلبول، د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ خلاصول، اقتصادي مسلې او د افغانستان اړوند نورو موضوعاتو باندې بحث دی.

که څه هم د اروپايي ټولنې د استازولۍ او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه ماموريت (یوناما) په ګډون ګڼو سازمانونو په کابل کې خپل دفترونه پرانیستي خو د غونډو لپاره یې د قطر پلازمېنه دوحه ټاکلې او هم هلته له طالبانو سره بحثونه کوي.

نړیواله ټولنه له طالبانو د ټول شموله حکومت جوړول، د ښځو او بشري حقونو درناوی او د تېرو لاسته راوړنو خوندیتوب غواړي.

له دې وړاندې په دا وروستيو کې طالبانو په ناروې او سويټزرلېنډ کې هم له بهرنيانو سره په افغانستان کې د اوسني وضعيت په اړه بحثونه کړې ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG