د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي اېس اېل: اسلام اباد يونايټېډ کراچي کينګز ته په يوې منډې ماتې ورکړه


د فبرورۍ پر ۱۴مه په لاهور کې د پي سي اېل ۲۰ اووريزه کرکټ سياليو ۲۱مه لوبه د اسلام اباد يونايټېډ او کراچي کينګز لوبډلو ترمينځ وشوه، انځور له ارشيفه
د فبرورۍ پر ۱۴مه په لاهور کې د پي سي اېل ۲۰ اووريزه کرکټ سياليو ۲۱مه لوبه د اسلام اباد يونايټېډ او کراچي کينګز لوبډلو ترمينځ وشوه، انځور له ارشيفه

د پاکستان کرکټ سوپر ليګ (پي اېس اېل) د اووم پړاو سياليو لړ کې نن (فبرورۍ ۱۵مه) پېښور زلمي او کويټه ګلېډيېټرز لوبډلې يو بل ته مخامخېږي.

پرون (فبرورۍ ۱۴مه) په لاهور کې د دې ۲۰ اووريزه سياليو ۲۱مه لوبه د اسلام اباد يونايټېډ او کراچي کينګز لوبډلو ترمينځ وشوه چې اسلام اباد يونايټېډ د يوې منډې په توپير وګټله.

روانې سيالۍ د جنورۍ پر ۲۷مه پيل شوي چې شپږ لوبډلې برخه پکې اخلي او ټولټال به ۳۴ لوبې کېږي. د فبرورۍ تر اوومې لومړۍ ۱۵ لوبې په کراچۍ کې وشوې او د فبرورۍ له ۱۰مې وروستۍ ۱۹ لوبې په لاهور کې کېږي چې پايلوبه به يې د فبرورۍ پر ۲۷مه وي.

تر دې دمه هرې لوبډلې اووه اووه لوبې کړې چې ملتان سلطانز شپږ، لاهور قلندرز پينځه، اسلام اباد يونايټېډ څلور، او پېښور زلمي او کويټه ګلېډيېټرز درې درې لوبې ګټلي دي، خو کراچي کينګز لوبډلې تر اوسه يوه لوبه هم نه ده ګټلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG