د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي اېس اېل: کراچي کینګز د اسلام اباد يونايټيد سره سیالي لري


د کراچي کینګز لوبډله
د کراچي کینګز لوبډله

د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) د اتلولۍ په لړ کې اسلام اباد یونایټډ او کراچۍ کېنګز له یو بل سره سیالي لري.

د فبرورۍ ۱۴مې سیالي د پېښور پر وخت پر ماښام اووه نیمو او د کابل پر اووه بجو په لاهور کې پیلېږي.

تر دې یوه ورځ مخکې پېښور زلمي د کراچۍ کېنګز لوبډلې ته په ۵۵ منډو ماتې ورکړه. پېښور زلمي لومړی بیټېنګ وکړ او د شپږو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۹۳ منډې جوړې کړې. په ځواب کې کراچۍ کېنګز په ټاکلیو ۲۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۸ منډې جوړې کړای شوې.

د فبرورۍ پر ۱۳مه د کوټه ګلیډیېټرز او لاهور قلندرز ترمینځ هم لوبه وشوه چې لاهور قلندرز په اتو وکټو وګټله.

کوټه ګلیډيېټرز لومړی بیټېنګ وکړ او د ۱۴۲ منډو هدف یې ورکړ چې لاهور قلندرز د دوو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

ه روانو سياليو کې شپږ لوبډلې برخه اخلي او ټولې ۳۴ سیالۍ کېږي.

د فبرورۍ تر اوومې پورې لومړۍ ۱۵ لوبې په کراچۍ کې وشوې او د فبرورۍ له ۱۰مې وروستۍ ۱۹ لوبې په لاهور کې روانې دي چې پايلوبه به يې د فبرورۍ پر ۲۷مه وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG