د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي، د کنګل شویو اثاثو د استعمال پرېکړه باید افغانستان په خپله وکړي‌


پاکستان بهرنيو چارو وزارت په بیان کې ويلي چې دا هېواد په هغه پخواني دريځ ولاړ دی چې د افغانستان د بهرني بانک شتمنۍ د افغان ملت ملکيت دي او بايد خلاصې شي.
پاکستان بهرنيو چارو وزارت په بیان کې ويلي چې دا هېواد په هغه پخواني دريځ ولاړ دی چې د افغانستان د بهرني بانک شتمنۍ د افغان ملت ملکيت دي او بايد خلاصې شي.

پاکستان ويلي، د امريکا له خوا د افغانستان د کنګل شویو اثاثو د استعمالولو فیصله باید افغانستان په خپلواکه توګه وکړي.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د فبرورۍ پر ۱۲مه نېټه پر خپله ويبپاڼه خپور شوي بیان کې ويلي چې دا خبره د وزارت وياند عاصم افتخار د رسنیو د پوښتنو په ځواب کې کړې ده.

د امريکا ولسمشر جوبايډن د فبرورۍ پر ۱۱ مه نېټه په يوه اجرايي فرمان لاسليک وکړ چې له مخې يې د افغانستان له کنګل شويو مالي اثاثو څخه اوه اربه ډالر خلاصې شوې دي.

امريکا به په راروانو میاشتو کې یو خيريه صندوق جوړوي چې د دغو اووه اربه ډالرو د نیمایي انتظام تر سره کړي او پاتې درې اعشاریه پنځه اربه ډالره به په امریکا کې وي او له ترهګرۍ متاثرو امریکایانو له طرفه به په روانو قانوني دعوو کې استعمالیږي.

پاکستان بهرنيو چارو وزارت په بیان کې ويلي چې دا هېواد په هغه پخواني دريځ ولاړ دی چې د افغانستان د بهرني بانک شتمنۍ د افغان ملت ملکيت دي او بايد خلاصې شي.

بیان زياتوي چې د دې پيسو د استعمالولو فيصله باید افغانستان په خپلواکه توګه وکړي.

دا مالي شتمنۍ امريکا د تېر کال اګست مياشتې په نيمايې کې پر افغانستان د طالبانو کنټرول ترلاسه کولو وروسته ګنګل کړې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG