د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ د بندي غړو خوشې کولو لپاره کراچۍ کې په احتجاج دی


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين ویلي چې د غوښتنو پوره کيدو لپاره به یې احتجاج دوام ولري.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين ویلي چې د غوښتنو پوره کيدو لپاره به یې احتجاج دوام ولري.

پښتون ژغورنې غورځنګ د علي وزیر او نورو بندي غړو خوشې کولو لپاره د فرورۍ له ۱۳مې په کراچۍ کې پرلت وهي.

د کراچۍ پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران او پلویان سیند اسمبلۍ ته نېږدې درولي دي.

هلته د غورځنګ د مخکښانو او چارواکو ترمینځ مذاکرات روان دي ځکه چې د سیند اسمبلۍ شاوخوا سیمه له امنیتي پلوه خورا مهمه ده او پکې د پرلت اجازه نه شته.

په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال وايي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي د دې رپورټ تر خپرېدو پر برنس سړک ناست وو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين د فبرورۍ په ۱۲ مه ناوخته د پرلت په اړه په یو ویډیويي پېغام کې پر ولس غږ کړی چې په دې پرلت کې برخه واخلي.

نوموړي ویلي، "دا پرلت د سيند اسمبلۍ مخې ته دی او له علي وزير سره د غورځنګ د نورو نيول شوو غړو د خلاصون او په کراچۍکې پښتنو ته د ورپيښو مسلو په اړه به هم د سيند له حکومته غوښتنې کوي."

منظور پښتین وویل چې د غوښتنو پوره کيدو لپاره به دا احتجاج دوام ولري.

دا په داسې حال کې ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د جنوبي وزیرستان پارلماني استازی علي وزیر، حنیف پښتین، اووېس ابدال او یو شمېر نور غړي په بېلا بېلو مقدمو کې بندیان دي.

پولیسو علي وزیر د ۲۰۲۰م کال د ډېسمبر پر ۱۶مه په پېښور کې نیولی وو او بیا یې ګراچۍ ته وړی وو.

پولیسو پر هغه تور پورې کړی چې د کراچۍ په سهراب ګوټ کې یې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوې جلسې ته په وینا، کې د پاکستان د امنيتي ادارو پرضد خلک راپارولي وو.

خو علي‌ وزیر او د پښتون ژغورنې غورځنګ داسې تورونه بې بنیاده بولي او دریځ لري چې دوی د پاکستان په قانون کې دننه د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د سيند صوبې مشر نورا لله ترين د فبرورۍ پر ۱۲ مه مشال راډيو ته وویل، "وفاقي حکومت پخپله لاقانونه ګرځول شوې مذهبي ډلې پرضد ټولې مقدمې بيرته اخیستلای شي خو د سيند حکومت د علي وزير پرضد مقدمې ولې بيرته نه اخلي."

نورالله ترين وویل چې د علي وزير او د پښتون ژغورنې غورځنګ پر نورو غړو چې د سيند پوليسو کومې مقدمې جوړې کړې دي په هغوی کې د ترهګرۍ ،غدارۍ او د ادارو د سپکاوي ضد مادې د سيند حکومت له اجازې پرته نشي شاملولای.

د ده په وینا، که چېرې د سیند حکومت د دې اجازه نه وي ورکړې نو بیا دې د علي وزیر پرضد جوړې مفدمې بیرته واخلي.

په دې اړه مو د سيند حکومت وياند مرتضي وهاب او د سيند د اطلاعاتو له وزير سعيد غني سره د تماس هڅه وکړه خو بریالي نه شو.

XS
SM
MD
LG