د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي اېس اېل: د فبرورۍ پر ۱۲مه اسلام اباد يونايټېډ او کويټه ګلېډيېټرز مقابله کوي


په روانو سياليو کې شپږ لوبډلې برخه اخلي او ټولې ۳۴ سیالۍ کېږي: انځور له ارشیفه
په روانو سياليو کې شپږ لوبډلې برخه اخلي او ټولې ۳۴ سیالۍ کېږي: انځور له ارشیفه

د پاکستان کرکټ سوپر ليګ (پي اېس اېل) د اووم پړاو سياليو په لړ کې د فبرورۍ پر ۱۲مه، اسلام اباد يونايټېډ او کويټه ګلېډيېټرز لوبډلې يو بل ته مخامخېږي.

پرون (د فبرورۍ پر ۱۱مه) په دې ۲۰ اووريزه لوبو کې لاهور قلندرز لوبډلې ملتان سلطانز ته ماتې ورکړه. د لاهور په قذافي سټېډیم کې په ترسره شوې دغه لوبه کې د ۱۸۳ رنزونو په هدف د ملتان سلطانز ټول ټیم په ۲۰م اوور کې اوټ شو او ۱۳۰ رنزونه یې جوړ کړل. دا لومړی ځل دی چې د روان سپر لیګ په سياليو کې د ملتان سلطانز لوبډلې لوبه وبایلله.

په روانو سياليو کې شپږ لوبډلې برخه اخلي او ټولې ۳۴ سیالۍ کېږي.

د فبرورۍ تر اوومې پورې لومړۍ ۱۵ لوبې په کراچۍ کې وشوې او د فبرورۍ له ۱۰مې وروستۍ ۱۹ لوبې په لاهور کې پیل شوې دي چې پايلوبه به يې د فبرورۍ پر ۲۷مه وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG