د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد های کورټ ګنډه پور ته بلدیاتي انتخاباتو کې د ګډون اجازه ورکړه


اسلام اباد های کورټ د انتخاباتو کمېشن هغه پرېکړه رد کړه چې پکې یې عمر امین ګنډه پور نااهله کړی وو.
اسلام اباد های کورټ د انتخاباتو کمېشن هغه پرېکړه رد کړه چې پکې یې عمر امین ګنډه پور نااهله کړی وو.

اسلام اباد های کورټ په ډېره اسماعيل خان کې د ښاروال (مېير) انتخاباتو اميدوار عمر امين ګنډه پور ته اجازه ورکړې ده چې په انتخاباتو کې برخه واخلي.

اسلام اباد های کورټ د فبرورۍ پر ۱۱مه په خپله فیصله کې د انتخاباتو کمېشن هغه پرېکړه رد کړې ده چې عمر امین یې نااهله ګرځولی وو.

په ډېره اسماعيل خان کې به د ښاروالۍ څوکۍ لپاره انتخابات د فبرورۍ پر ۱۳مه کېږي ځکه چې هلته تېر کال په ډېسېمبر کې بلدیاتي ټاکنې د عوامي نیشنل ګوند د کانديد عمر خطاب شېراني تر وژنې وروسته ځنډول شوې وې.

عدالت دا فیصله تر هغې وروسته کړې چې د پاکستان د انتخاباتو کمېشن د فبرورۍ پر اوومه عمر امین ګنډه پور له انتخاباتي قواعدو څخه د سرغړونې په تور نااهله کړی وو.

نوموړي اسلام اباد های کورټ ته په خپل درخواست کې ویلي ول چې انتخاباتي کمېشن په خپله پرېکړه کې د انصاف غوښتنې نه دي پوره کړي.

عمر امین ګنډه پور د واکمن تحریک انصاف د کشمیر او ګلګت بلتستان د چارو د وفاقي وزير علي امين ګنډه پور ورور دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG