د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډېره اسماعیل خان: د بلدیاتي ټاکنو نوماند عمر خطاب شیرانی ووژل شو


نامعلومو وسله والو په ډېره اسماعیل خان کې د عوامي نېشنل ګوند یو ځايي مشر عمر خطاب په ډزو ویشتی او وژلی دی.

پولیس وايي، عمر خطاب شیراڼی چې په بلدیاتي انتخاباتو کې د تحصیل ناظم د څوکۍ کاندید هم و، د ډېسېمبر پر ۱۷مه وسله والو د خپل کور مخې ته په ډزو وژلی او په تېښته بریالي شوي دي.

د ډېره اسماعیل خان ضلعې پولیسو مشر نجم الحنسین لیاقت د ډېسېمبر پر ۱۸مه په یو بیان کې ویلي چې د پېښې پلټنې کوي خو په دغه اړه یې نور تفصیل نه دی ورکړی.

د عوامي نېشنل ګوند ځینو مشرانو په ټولنیزو رسنیو لیکلي، د هغوی نوماند عمر خطاب شیرانی پر داسې مهال وژل شوی چې د ډېسېمبر پر ۱۹مه، بلدیاتي انتخابات ترسره کېږي.

د یاد ګوند یو مخکښ خان زمان کاکړ پر فیس بک لیکلي: په خیبر پښتونخوا کې بلدیاتي انتخابات دي، دسمبر هم دی او دا په پاکستان کې د پښتنو د قامي ګوند نصیب دی.


په پېښور کې باچا خان مرکز وايي چې له ۲۰۰۷ز کال راهیسې پر ملتپاله عوامي نېشنل ګوند، په بریدونو کې، د ګوند لږ تر لږه ۱۲۰۰ غړي او مشران وژل شوي دي.

په دې کې د ډېرو بریدونو ذمه واري پاکستاني طالبانو منلې ده.

په ډېره اسماعیل خان کې د عوامي نېشنل ګوند ځايي مشر عمر خطاب شیراڼي په داسې حال کې وژل شوی چې د ډېسېمبر پر ۱۹مه د خیبر پښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې بلدیاتي انتخابات ترسره کېږي.


د عوامي نېشنل ګوند ګڼو غړيو د عمر خطاب شيراڼي د وژنې پرضد په ډېره اسماعيل خان کې احتجاج پيل کړی دی.

د نوموړي د وژنې مسولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG