د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان سپرلیګ: کوټه ګلېډیېټرز لاهور قلندرز ته ماتې ورکړه


په پاکستان کې د کرکټ د ۲۰ اوریزو لوبو ټورنمنټ دوام لري: د ارشیف انځور
په پاکستان کې د کرکټ د ۲۰ اوریزو لوبو ټورنمنټ دوام لري: د ارشیف انځور

د پاکستان سپرلیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اوریز کرکټ په ټورنمنټ کې کوټه ګلېډیېټرز لاهور قلندرز ته په اوو وکټونو سره ماتې ورکړه.

دا لوبه چې د فبرورۍ د اوومې نېټې په ماښام د کراچۍ په نېشنل سټېډيم کې وشوه، لاهور قلندرز لومړی بېټنګ وکړ او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې يې د پينځو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۴ منډې جوړې کړې. په ځواب کې کوټه ګلېډيېټرز دا هدف په اخري اوور کې د درو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

د کوټه ګلېډيېټرز لخوا جيسن رای تر ټولو زيات ۱۱۶ رنزونه جوړ کړل او د لوبې غوره لوبغاړی وګرځول شو.

د اتلولۍ نورې لوبې به د فبرورۍ له ۱۰مې څخه په لاهور کې کېږي. ټاکل شوې چې د پي اېس اېل پايلوبه د فبرورۍ پر ۲۷مه وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG