د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې یو بل برید: دوه سرتېري او يو لاروی زخمي شوي


پخوانی تصویر: د پاکستان پوځ سرتېري په کوټه کې يو کس تالاشي کوي
پخوانی تصویر: د پاکستان پوځ سرتېري په کوټه کې يو کس تالاشي کوي

د بلوچستان په سرښار کوټه کې پر ملېشه ځواکونو په شوي برید کې درې کسان زخميان شوي‌ دي.

د کوټې اې اېس پي نويد عالم رسنيو ته په لېږلي بيان کې ويلي چې امنيتي سرتېرو د فرورۍ پر اوومه نېټه د کوټې پر سرياب سړک ګزمه کوله چې ورباندې چاودنه وشوه. د هغه په وينا، چاودېدونکي توکي د سړک غاړې ولاړ موټر سايکل کې اېښودل شوي ول.

د خيريه ادارې اېدي فاونډېشن چې د داسې پېښو پر وخت د امبولانس سروېس هم ورکوي، يوه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وويل چې په چاودنه کې درې کسان ټپيان شوي دي چې دوه یې امنيتي سرتېري دي.

ډان ورځپاڼې په بلوچستان کې د اېف سي ځواک په حواله ليکلي چې په دې برید کې ټپي شوي کسان دوه د اېف سي سرتېري او يو لاروی دی.

بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې بلوچ نېشنل ارمي د دې پېښې ذمه واري منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG