د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي اېس اېل: کراچۍ کېنګز نن له اسلام اباد یونایټډ سره سیالي لري


د کراچۍ نیشنل لوبغالی - انځور له ارشیفه
د کراچۍ نیشنل لوبغالی - انځور له ارشیفه

د فبرورۍ پر شپږمه د پاکستان سوپر لیګ یا پي اېس اېل په نوم د ۲۰ اوریزه کرکټ په اتلولۍ کې د کراچۍ کېنګز لوبډله له اسلام اباد یونایټډ سره سیالي لري.

د فبرورۍ پر پینځمه دوه لوبې ترسره شوې وې چې پکې په لومړۍ سیالۍ کې ملتان سلطانز، پېښور زلمي ته په ۵۷ منډو ماتې ورکړه او په دویمه لوبه کې لاهور قلندرز د اسلام اباد یونایټډ لوبډله په اتو منډو ماته کړه.

اوسمهال د کارکردګۍ پر اساس د ملتان سلطانز لوبډله پر لومړي مقام، لاهور قلندرز پر دویم او اسلام اباد یونایټډ پر درېیم مقام ده.

د پي اېس اېل د اووم پړاو په روانو سياليو کې شپږ لوبډلې برخه اخلي.

د فېبرورۍ تر اوومې پورې لومړۍ ۱۹ سیالۍ په کراچۍ کې او د فېبرورۍ له ۱۰مې څخه به پاتې ۱۹ سیالۍ په لاهور کې کېږي.

ټاکل شوې چې د پي اېس اېل پايلوبه د فبرورۍ پر ۲۷مه وشي.

تېر کال په جون کې ملتانز سلطانز لوبډلې د پي اېس اېل اتلولي ګټلې وه.

د فبرورۍ پر اوومه به د کراچۍ په نیشنل لوبغالي کې د کوټې ګلیډیېټرز او د لاهور قلندرز لوبډلو ترمینځ سیالي کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG