د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرکټ تر ۱۹ کلونو کشرو لوبغاړو نړيوال جام پايلوبه نن د هند او انګلستان ترمينځ کېږي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د ۱۹ کلنو کرکټ نړیوال جام سياليو کې د فبرورۍ پر پنځمه، د انګلېنډ او هند ترمنځ پايلوبه يا فاينل کېږي.

د فبرورۍ پر څلورمه، د دې يو ورځنيو يا ۵۰ اووريزه سياليو د دريم پوزيشن لپاره د افغانستان او اسټريليا ترمنځ سيالي وشوه. افغانستان لومړی بېټينګ وکړ او په ۵۰ اوور کې يې د ټولو لوبغاړو په ورکولو سره ۲۰۱ منډې جوړې کړې. په ځواب کې اسټريليا دا هدف په اخري اوور کې د اتو لوبغاړو په زيان پوره کړو.

د ۱۹ کلنو کرکټ نړيوال جام کې اسټريليا په دريم نمبر، افغانستان په څلورم نمبر او پاکستان په پنځم نمبر راغلو.

د ۱۹ کلنو کرېکټ نړيوال جام سيالۍ د وېسټ انډيز په کوربتوب کرابين هېوادونو کې د جنورۍ پر ۱۴مه پيل شوې وي چې ۱۶ لوبډلو په کې برخه اخستي وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG