د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د کرکټ تر ۱۹ کلونو کشرو لوبغاړو نړيوال جام کې پینځم مقام خپل کړ


د پاکستان او افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلونو کشرو لوبډلو ترمنځ د مېچ انځور. انځور له ارشيفه
د پاکستان او افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلونو کشرو لوبډلو ترمنځ د مېچ انځور. انځور له ارشيفه

د پاکستان د کرکټ تر ۱۹ کلونو کشرو لوبغاړو پرون (د فبرورۍ پر درېيمه) له سري لنکا څخه د سیالۍ په ګټلو د نړيوال جام اتلولۍ پینځم مقام په خپل نوم کړ.

پاکستان لومړی بیټېنګ وکړ او په ټاکل شويو ۵۰ اورونو کې یې ۳۶۵ منډې جوړې کړې. خو د سري لنکا ټول لوبغاړي په ۳۵م اوور کې له ۱۲۷ منډو جوړولو وروسته وسوځېدل او په ۲۳۸ منډو یې دغه سیالي وبایلله.

بلخوا د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلونو کشره لوبډله به نن د درېیم مقام لپاره له اسټرالیا سره لوبه کوي.

اسټراليا د فبرورۍ پر دويمه د دې يو ورځنيو سياليو په دويم سېمي فاينل کې د هند پروړاندې ماتې وخوړه. تر دې مخکې، په لومړي سيمي فاينل کې انګلستان افغانستان ته ماتې ورکړې وه.

د ۱۹ کلنو کرېکټ نړيوال جام سيالۍ د وېسټ انډيز په کوربتوب کرابين هېوادونو کې د جنورۍ پر ۱۴مه پيل شوې.

د دې نړيوال جام پايلوبه به د هند او انګلستان ترمينځ د فبرورۍ پر پينځمه کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG