د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور های کورټ پر ټیک ټاک "د غیر اخلاقي موادو" په اړه پرېکړه اورولې


عدالت وايي په ټیک ټاک کې خپرېدونکو غیر اخلاقي موادو له امله زیاتره ځوان نسل متاثره کیږي.
عدالت وايي په ټیک ټاک کې خپرېدونکو غیر اخلاقي موادو له امله زیاتره ځوان نسل متاثره کیږي.

د پېښور های کورټ پر مشهور موبایل ایپ " ټیک ټاک" د غیر اخلاقي موادو په قضیه کې حکم صادر کړی دی او امر یې کړی دی چې د غیر اخلاقي مواد اچوونکو یا شریکونکو و اکاونټونه دې بند کړل شي.

د پېښور های کورټ د پاکستان مخابراتو ادارې (پي ټي اې) ته د جنورۍ پر ۲۹مه په کړي دې امر کې ویلي چې که څوک په وار وار له دې څخه سرغړونه کوي نو باید هغوی ته سزا ګاني هم ورکړل شي.

د عدالت له امر سره سم، د پاکستان مخابراتو ادارې یو رپورټ خپور کړی چې دوی څه کم درې کروړه غیر اخلاقي ویډیوګانې لرې کړې دي او تر ۱۴ نیم لاکه زیات داسې اکاونټونه یې هم بند کړي دي چې غیر اخلاقي مواد به یې شریکول.

عدالت وايي په ټیک ټاک کې خپرېدونکو غیر اخلاقي موادو له امله زیاتره ځوان نسل متاثره کیږي.

عدالت ته د دې درخواست ورکوونکې وکیلې نازش مظفر د دې پرېکړې په اړه مشال راډیو ته وویل، دا درخواست یې د دې لپاره کړی وو چې د پاکستان مخابراتو اداره باید عملي کار وکړي.

دې وویل، " ټیک ټاک کې چې کم غیر اخلاقي مواد خپرېږي، چې کورنۍ سره یې نشې کتلای، په کار دی چې دا بند شي او بل د پاکستان مخابراتو اداره یوازې په عدالت کې رپورټونه جمع کوي، تش په رپورټ جمع کولو کار نه کېږي، باید کاروايي‌وشي."

د ټیک ټاک یو کارونکی محمد عرفان خان وايي چې دوی او د دوی ملګري یې د غیر اخلاقي شیانو شریکولو لپاره نه بلکې د خوند اخیستلو او پیسو ګټلو لپاره کاروي.

دی وايي، "ډیرو خلکو ترې خپل روزګار شروع کړی دی، د ډرامو او فلمونو اداکارۍ ته پکې تللي دي، بهر ملکونو ته لاړل."

د محمد عرفان خان په وینا، بندیز نه دی په کار بلکې حکومتي ادارو ته په کار ده چې ځوانان په دې پوه کړي چې ټیکنالوژي څه ډول په مثبته توګه وکاروي.

عدالت د پاکستان مخابراتو ادارې ته امر کړی چې له ورکړل شویو لارښوونو د سرغړونو کوونکو اکاونټونو بندولو لپاره دې کړنلاره جوړه کړي.

XS
SM
MD
LG