د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوتین: لویدیځو هېوادونو د ماسکو امنیتي اندېښنې له پامه غورځولي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتين ویلي، غربي هېوادونو د ناټو سازمان پر پراخېدو د ماسکو امنیتي اندېښنې له پامه غورځولي دي.

دا له هغې وروسته ده چې امریکا له روسیې څخه یو ځل بيا د اوکراین له پولو سره نېږدې سیمو نه د روسي عسکرو د ویستلو غوښتنه کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې هلته د پوځیانو ځای پر ځای کولو پر اوکراین د حملې وېره پېدا کړې ده.

د جنورۍ پر ۲۸مه پوتين له خپل فرانسوي سیال ايمانيول مېکرون سره په ټېلیفوني خبرو کې ویلي چې روسیه به په احتیاط سره ماسکو ته د امنیتي ضمانتونو د غوښتنو په اړه د امریکا او ناټو لخوا لیکلي ځوابونه مطالعه کوي او له هغې وروسته به د کوم ګام پورته کولو فېصله کوي.

روسیه د اوکراین د کړکېچ کمولو په بدل کې له غرب څخه د امنیتي ضمانتونو غوښتنه کوي، خو د جنورۍ پر ۲۶مه امریکا او ناټو د ماسکو دا غوښتنې رد کړې.

ناټو دا هم ویلي چې د اتحادیانو لخوا په ختيځه اروپا کې د عسکرو او پوځي وسايلو ځای پر ځای کول هم د خبرو وړ نه دي.

د ناټو مشر ینز ستولتنبرګ د جنورۍ پر ۲۸مه د اېټلانټک شورا فورم ته په خپله وېنا کې وویل دغه اتحاد د اوکراین د کړکېچ پر مهال روس ته د خپل هوډ ثابتولو لپاره په ختيځه اروپا کې خپلې موجودګۍ زیاتولو ته تیار دی.

خو دا یادونه یې هم وکړه چې په دې وخت کې دوی د روس لخوا پر اوکراین د حملې په اړه په یقین سره څه نه شي ویلای.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG