د لاسرسي ځای

تازه خبر

میرلي کې د روغتیا څانګې یو کارکوونکی وژل شوی


د شمالي وزيرستان په میرلي ایدک سيمه کې نامعلومه وسله والو د روغتيا څانګې یو کارکوونکی په ډزو وژلی او تر برید وروسته تښتېدلي دي.

پوليس چارواکي وايي چې پر شاه نیاز باندې د تورو ښيښو په یوه ګاډي کې ناستو کسانو بريد وکړ چې دوی يې د لټون عمليات پيل کړي دي.

دا په شمالي وزیرستان کې په روان ۲۰۲۲ز کال کې دويم هدفي بريد دی. هلته پروسږکال ۶۳ هدفي بریدونه شوي ول چې زياتره يې په میرلي کې رپورټ شوي دي.

که څه هم په شمالي وزيرستان کې په ۲۰۱۴ز کال کې د پاکستان پوځ عمليات وکړل او وروسته يې سيمه له وسله والو پاکه اعلان کړه خو له تېرو دريو کلونو راهيسې هلته هدفي وژنې پیل شوې چې تر ننه دوام لري. په نښه شوي زیاتره ولسي وګړي دي او کله هم چا د دوی د وژلو ذمه واري نه ده منلې.

ځايي خلک وايي چې وسله وال بيا منظم شوي دي. دوی په سيمه کې د هدفي وژنو او ناامنۍ پرضد په وار وار مظاهرې، پرلتونه او احتجاجي جلسې هم کړې دي، خو حکومت وايي چې هلته يې د وسله والو پرضد ځانګړي عمليات پیل کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG