د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلېنکن: پر اوکراین یرغل روسیه له سختو پایلو سره مخامخولی شي


روسيې د اوکراين پولو ته نېږدې سيمو کې تر يو لک زيات سرتېري او ډېر پرمختللي پوځي وسايل ځای پر ځای کړي دي. انځور له ارشیفه اخېستل شوی
روسيې د اوکراين پولو ته نېږدې سيمو کې تر يو لک زيات سرتېري او ډېر پرمختللي پوځي وسايل ځای پر ځای کړي دي. انځور له ارشیفه اخېستل شوی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ويلي، که روسیه پر اوکراین د یرغل لاره انتخاب کړي نو له سختو پايلو سره به مخامخ شي.

اینتني بلېنکن دا څرګندونې د جنورۍ پر ۲۷مه له ازادي اروپا راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.

نوموړي پر مسکو غږ وکړ چې له اوکراین او لویدیځ سره د روان کړکېچ د پای ته رسولو لپاره دې له ډېپلوماسۍ څخه کار واخلي."موږ هر هغه لازم اقدام کوو چې مسکو ته دا روښانه کړو چې هغه دوې لارې لري: یا د ډيپلوماسۍ او مذاکراتو لاره چې اختلافونه له سوله ییزې لارې حل شي او یا د یرغل لاره، او که چيرې د يرغل لاره غوره کړي نو له سختو عواقبو سره به مخامخ شي. او موږ هرې لارې ته بشپړ چمتووالی نيسو."

نوموړي زياته کړه چې واشنګټن لاهم نه پوهېږي چې د اوکراين او د اروپا د امنیتي جوړښت په هکله د کریملين وروستۍ پرېکړه څه ده. د هغه په وينا، "په دې اړه يوازې يو سړی تاسو ته ويلای شي او هغه د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين دی."

بلېنکن دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه کوي چې واشنګټن د روسیې هغو ګواښوونکو غوښتنو ته په ليکلې بڼه خپل رسمي ځواب وړاندې کړ چې تېره مياشت يې د دوو لوظنامو د مسودو په بڼه خپرې کړې وې.

روسيې د دغو غوښتنو تر څنګ د اوکراين پولو ته نېږدې سيمو کې تر يو لک زيات سرتېري او ډېر پرمختللي پوځي وسايل ځای پر ځای کړي دي.

مسکو په خپلو دوو اسنادو کې د اروپا په امنیتي جوړښت کې د پراخ بدلون غوښتنه هم کوي او غږ يې کړی چې ناټو دې د اوکراین او جورجيا په څېر د پخواني شوروي اتحاد جمهوریتونو ته پر غړیتوب ورکولو بنديز ولګوي او خپل ځواکونه او وسلې دې بېرته د ختيځې اروپا هغو سیمو ته په شا کړي چې تر سړې جګړې وروسته په ۱۹۹۹ز کال کې د ناټو له پراختیا مخکې ځای پرځای شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG