د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګوتېرش: افغانستان په يوه نري تار ځوړند دی 


د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش د جنورۍ پر ۲۶مه د م م پر امنیت شورا د هغه قوانينو او عملياتو د ځنډولو غږ وکړ چې د نړيوالې ټولنې له خوا افغانانو ته د بېړنیو مرستو رسولو مخه نيسي.

ګوتېرش د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډې ته په وينا کې وويل چې ''افغانستان په يوه نري تار ځوړند دی'' او په دې سختو شېبو کې بايد ټولو قوانینو ته له سره جدي کتنه وشي.

نوموړي پر غړو هېوادونو غږ وکړ، هغه اجازتنامې دې جاري کړي چې د بشري مرستو رسولو لپاره کارېږي.

د پروسږ کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په هغه هېواد کې بشري وضعیت په چټکۍ خراب شوی دی.

د ملګرو ملتونو له یوه اټکل سره سم، اوسمهال شاوخوا ۲۳ مېلیونه افغانان د خوړو له کمښت سره مخامخ دي او تر اته نیم مېلیونه زیات کسان قحطۍ ته نېږدې شوي دي.

ملګرو ملتونو د جنورۍ په پیل کې د روان کال پرمهال د افغانستان لپاره د ۴.۴ اربه ډالرو د بشري مرستو غوښتنه کړې ده. خو دې ادارې د جنورۍ پر ۲۶مه وویل، د روغتیا، تعلیم، بېخبنا او نورو ټولنیزو اړتیاو لپاره د اضافي ۳.۶ اربه ډالرو ضرورت دی.

XS
SM
MD
LG