د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوهاټ کې د ګوزڼ ډلې یو بدرګه پولیس په برید کې وژل شوی


د کوهاټ جرمۍ سیمه کې پولیس د ګوزڼ کمپین پر ډلې تر برید وروسته د پېښې ځای پلټي. ۲۰۲۲، ۲۵م جنوري
د کوهاټ جرمۍ سیمه کې پولیس د ګوزڼ کمپین پر ډلې تر برید وروسته د پېښې ځای پلټي. ۲۰۲۲، ۲۵م جنوري

په کوهاټ ضلعه کې د ګوزڼ ډلې پر بدرګه کوونکو په وسله وال برید کې یو پوليس افسر وژل شوی دی.

چارواکي وايي چې پېښه د جنورۍ پر ۲۵مه د يادې ضلعې د جرمۍ سيمې له ټاور چوک سره نېږدې رامینځ ته شوې ده.

د کوهاټ پوليسو وياند فضل نعيم مشال رېډيو ته د دغه پېښې پخلی کړی.

نوموړي وويل په خواسي بانډه کې د ګوزڼ ډله موجوده وو او پوليس کانسټېبل ورته په سړک ولاړ وو، په دغه مهال نامالومه وسله وال راغلي، په هغه يې ډزې کړي چې پکې هغه ځای پر ځای ژوند له لاسه ورکړ.

نعیم وويل د پېښې وروسته علاقې ته د پوليسو اضافي نفري لېږل شوې او د پوليو کمپاين روان ساتل شوی دی.

پوليس انتظامیه وايي چې د وسله والو پرضد يې عمليات پیل کړي او ډېر ژر به په پېښه کې ککړ کسان ونيسي. خو لاهم هېڅ یوې ډلې د پېښې زمه واري نه ده منلې.

یاده دې وي چې پروسږکال (۲۰۲۱) په سېپټېمبر مياشت کې هم د کوهاټ ضلعې په ډل بهزادي سيمه کې نامعلومه کسانو د ګوزڼ کمپېن ډلې یوه بدرګه کوونکی پولیس په ډزو وژلی وو.

د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ګډون د هېواد په هغو سیمو کې چې پښتانه پکې ډېر میشته وي، هلته بیا بیا د ګوزڼ کمپېن ډلې د وسله والو تر بریدونو لاندې راځي او تر اوسه پکې په لوی شمېر د روغتیا کارمندان او پولیس افسران وژل شوي دي.

د خیبر پښتونخوا د نورو سيمو په شان په کوهاټ ضلعه کې هم د ګوزڼ کمپېن د جنورۍ له ۲۴مې پېل شوی دی چې پکې روغتیايي کارمندان کور پر کور ګرځي او تر پينځه کلنۍ کشرو ماشومانو ته د ګوزڼ څاڅکي ورکوي.

XS
SM
MD
LG