د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا ۱۹ ضلعو کې د ګوزڼ واکسیني بهیر پیل شو


یوه روغتیاپاله په پېښور کې یو ماشوم ته د پولیو واکسیني څاڅکي ورکوي - انځور له ارشیفه.
یوه روغتیاپاله په پېښور کې یو ماشوم ته د پولیو واکسیني څاڅکي ورکوي - انځور له ارشیفه.

د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، "په کلک امنیت" کې یې د صوبې په ۱۹ ضلعو کې د ګوزڼ اووه ورځنی کیمپېن پیل کړی دی.

د صوبې چیف سېکرټر ډاکتر شهزاد خان بنګښ د جنورۍ پر ۲۴مه په پېښور کې د کیمپېن پیلولو پرمهال وویل چې تر ۳۴ لکه زیاتو ماشومانو ته به د پولیو څاڅکي ورکوي.

تر دې مخکې د جنورۍ پر ۱۷مه د صوبې په شپږو ضلعو کې تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکو ماشومانو ته د څاڅکو ورکولو بهیر پیل شوی وو.

د پولیو د کنټرول اداره وايي، په بنو او ټانک کې یې د ناروغۍ د وایرس تر موندلو وروسته د واکسیني بهیر پیلولو پرېکړه وکړه.

د واکسیني کیمپېن په لومړي پړاو کې د خیبر پښتونخوا بنو، لکي مروت، ټانک، ډېره اسماعیل خان، شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان شامل ول.

د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، په روان بهیر کې تر ۱۴،۰۰۰ زیات روغتیاپالان کور په کور ګرځي او ماشومان واکسینوي. د بنګښ په وینا، روغتیاپالان به د بسونو په اډو او د روغتیا په مرکزونو کې هم ماشومانو ته څاڅکي ورکوي.

دی زیاتوي، د روغتیاپالانو د امنیت لپاره یې تر ۲۲،۰۰۰ زیات پولیس سرتېري ځای پر ځای کړي دي.

په پاکستان کې د پولیو ناروغۍ ختمولو لپاره کارکوونکې اداره (اېنډ پولیو اېن پاکستان) وايي، په ۲۰۲۱ز کال کې په ټول هېواد کې د ناروغۍ یوه پېښه ثبت شوې وه. د هغې ادارې په خبره، وایرس په بلوچستان کې یو ماشوم معذوره کړی وو.

د ادارې په وینا، په تېره شاوخوا یوه لسیزه کې د پولیو کیمپېنونو پرمهال په وسله والو بریدونو کې لسګونه روغتیاپالان او پولیسان وژل شوي دي.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې د پولیو وایرس او ناروغي لا هم موجوده ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG