د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې کورونا وړجني بیا په زیاتېدو دي


حکومت ویلي، د ګڼې ګوڼې په ځايونو کې د خلکو پر راغونډېدو بنديزونه لګول شوي دي
حکومت ویلي، د ګڼې ګوڼې په ځايونو کې د خلکو پر راغونډېدو بنديزونه لګول شوي دي

په پاکستان کې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې هره ورځ د کورونا وايرس له۶،۰۰۰ څخه زيات مثبت کېسونه مخې ته راځي چې ورسره په هغه هېواد کې د وبا له پيل راهيسې د ټولو وړجنو کسانو شمېر ۱۳ لکه ۸۱ زره ته رسېدلی دی.

د کورونا وايرس په اړه حکومتي وبپاڼې د جنورۍ پر ۲۵مه ويلي چې په تېرو ۲۴ ساعتو کې له ۶،۳۰۰ زياتې تازه پېښې ريکارډ شوي او له کوويډ-۱۹ ناروغۍ ۱۷ کسان مړه شوي هم دي، چې ورسره په هېواد کې له يادې ناروغۍ څخه د مړو شويو رسمي شمېر ۲۹،۱۲۲ ته رسېدلی دی.

د وېبپاڼې په وينا، په پاکستان کې تر ۱۲ لکه ۷۰ زره پورې کسان له کورونا وايرسه رغېدلي هم دي.

بلخوا په هغه هېواد کې د کورونا وايرس واکسين ورکولو بهير هم دوام لري.

د کورونا وايرس د څار ملي اداري (نيشنل کمانډ اېنډ اپريشن سېنټر) پر وبپاڼه ليکلي چې د جنورۍ تر ۲۵مې په ټول هېواد کې شاوخوا اته کروړه کسان بشپړ واکسين شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG