د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان پر حالاتو د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د جنورۍ پر ۲۶مه د افغانستان د روان وضعیت په اړه غونډه وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما د جنورۍ پر ۲۵مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا غونډه به د افغانستان پر وخت د ماښام ۷ نیمې بجې پیل شي.

یوناما ویلي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګویتېرېش، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ډیبرا لاینز او د ناروې د بهرنیو چارو وزیره انیکین هویتفیلډ به هم د امنیت شورا دې غونډې ته معلومات وړاندې کړي.

ناروې چې د افغانستان په اړه د یکشنبې له ورځې راهیسې د درې ورځنۍ غونډې کوربه دی، په اوس وخت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوره یي مشري په غاړه لري.

دې غونډې ته د طالبانو د حکومت یوپلاوی، د لویدیځو هېوادونو استازي او د ښځو په ګډون د افغاني ټولنې مختلف قشرونه وربلل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG